په بامیان ولایت کې له ۷۰۰ ټوکو څخه زیاتو کتابونو سره ګرځنده کتابتون تاسیس او پرانیستل شو
د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یوې خیریه ادارې په ملاتړ، د یاد ولایت د والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي، چارواکو، ښوونکو او زدهکوونکو په حضور کې یو مجهز ګرځنده کتابتون تاسیس او فعال کړ.
یاد کتابتون چې له ۷۰۰ ټوکو څخه ډېر دیني او مطالعاتي کتابونه لري، د ځوانانو ترمنځ د لوستلو او مطالعې کلتور د ودې او د ښوونځیو د زدهکوونکو علمي کچې لوړولو لپاره په بامیان ولایت کې جوړ او پرانیستل شو.
په دغو مراسمو کې د بامیان والي د کتابتون جوړولو ستاینه وکړه، ویې ویل: د دغه شان پروګرامونو جوړول د زدهکوونکو او ځوانانو د علمي پوهاوي کچې په لوړولو کې خورا اغېزمن دي.
له بلې خوا د یاد ولایت پوهنې ریاست چارواکو هم دغه ډول پروګرامونه د ځوانانو د استعدادونو د ودې او د هغوی د دیني او علمي پوهې کچې پیاوړتیا لپاره خورا مهم وبلل او ویې ویل، دوی تل هڅه کوي چې په دغه ولایت کې د پوهنې د کمي او کیفي ودې لپاره تعلیمي او پرمختیایي پروګرامونه جوړ کړي.
