په پنجشېر ولایت کې څه د پاسه ۸۰ تنو ښوونکو لپاره مسلکي ورکشاپ پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۳۲
صثسشبز

د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست د ۸۶ تنو ښوونکو لپاره "د اغېزمنې زده‌کړې او وړتیا لوړولو" تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ له پوهنې سره د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ، د چارواکو او د پروګرامونو آمرینو په حضور کې پیل کړ.

د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر د همدغه ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې وویل: "د بشري سرچینو د وړتیا لوړولو په اندازه بل هېڅ شی د پوهنې د پرمختګ په لاره کې برخلیک‌ټاکونکی نه‌ شي کېدای."

نوموړي د دغه ورکشاپ ګډون‌والو ته هم یادونه وکړه چې یوازې تاسو کولی شئ د پوهنې کیفیت لوړولو او پیاوړي کولو کې مهم او بنسټیز رول ولوبوئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS