په سید جمال الدین افغان نمونوي لېسه کې د تدریس لپاره د کابل ښار له اړوندو ښوونځیو څخه د غوره ښوونکو ټاکنې په موخه ازموینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۲۳
5145

د پوهنې وزارت محترم مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، په سید جمال الدین افغان نمونوي لېسه کې د ممتازه زده‌کوونکو د تدریس لپاره، د کابل ښار ښوونځیو څخه د ۱۰۰ تنو غوره ښوونکو د علمي کچې او تدریسي مهارتونو اروزنې په موخه ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ښوونې او روزنې، مالي او اداري معینیتونو، د مقام د دفتر لوی ریاست او د کابل ښار پوهنې ریاست څخه د جوړ شوي ګډ پلاوي لخوا په درېیو پړاوونو ( تحریري، مرکه او علمي کنفرانس) کې ترسره شو، چې تمه کېږي له پورته ذکر شویو ۱۰۰ تنو څخه، ۱۶ تنه به یې تر مطلوبې ارزونې وروسته د پایلو پر اساس په یاده لېسه کې د ښوونکو په توګه وګمارل شي.

په پلان کې ده چې د پوهنې وزارت لخوا، له مرکز او ولایتونو څخه د ممتازه زده‌کوونکو د زده‌کړې په موخه د سید جمال الدین افغان نمونوي لېسه جوړه شي، چې هر کال به د لسم څخه تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۲۰۰ تنه غوره زده‌کوونکي جذب کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه لېسه به د نړۍوالو معیارونو سره سمه جوړه شي، چې پکې په عصري وسایلو سمبال مجهز ټولګي، لابراتوارونه او مناسب تعلیمي چاپېریال شامل دی، ترڅو په راتلونکي کې ټولنې ته ماهر، متخصص او ژمن کادرونه تقدیم کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS