د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا له راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۱۹
5215

هغه ۳۲۰ تنه کډوال ماشومان چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه خپل وطن ته راستانه شوي وو، د کابل ښار پوهنې ریاست د پلاوي په جضور کې ورڅخه د سویې د تثبیت په موخه ازموینه واخیستل شوه.

د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي جنت ګل عزیز د ازموینې له پروسې څخه د لیدنې پر مهال وویل: وروسته له هغه چې د زده‌کوونکو تعلیمي کچه معلومه شي، هغوی به د خپلې سویې سره سم د رسمي ښوونځیو په مختلفو ټولګیو کې شامل شي؛ ترڅو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیل راهیسې ۲۲۳۹ تنه زده‌کوونکي خپل هېواد ته راستانه شوي، چې له هغوی څخه په ۹ پړاوونو کې د کابل ښار پوهنې ریاست له لوري ازموینې اخیستل شوې او د خپلو سویو سره سم د ښوونځیو په بېلابېلو ټولګیو کې جذب شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS