د افغانستان.ا.ا. بریا په مناسبت په مرکز او ولایتونو کې شاندراه مراسم ترسره شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۸
یبلسی

د مرکز او ولایتونو د تعلیمي ادارو لخوا د لویو او شانداره غونډو په ترڅ کې، د پوهنیزو ادارو د رئیسانو، ښوونکو، استادانو، زده‌کوونکو، د سیمه ییزو ادارو د چارواکو، د علماوو شورا د محترمو غړو، بانفوذه شخصیتونو او د اړوندو ولایتونو د خلکو د استازو په حضور کې، د زمري د ۲۴مې ورځې په مناسبت د افغانستان.ا.ا. د بریا ورځ ونمانځل شوه.

غونډې د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې او ورپسې د پوهنې ادارو رئیسانو، چارواکو او نورو ویناوالو، هر یو په خپل نوبت سره د اشغالګرو او لویو نړیوالو زبرځواکونو په وړاندې دافغان مسلمان ملت او د م.جاهدینو د مبارزې مرکزيت په اړه خبرې وکړې، د باطل په وړاندې د حق په جګړه کې یې د افغانستان.ا.ا. د م.جاهدینو سرښندنې، د افغان ملت او ځوانانو زړورتیا یې وستایله او د آزادۍ د لارې د شهیدانو پاکو روحونو ته یې دعاء وکړه.

همدارنګه د ذکر شویو ولایتونو د تعلیمي مرکزونو د زده‌کوونکو د ترانو ټیمونو هم د چارواکو د ویناوو په منځ کې د اسلامي ا.مارت م.جاهدینو د زړورتیا او شجاعت په ستاینه کې خپلې ترانې وویلې، چې د ګډون‌والو لخوا یې تود هرکلی وشو.

د خلکو استازو په خپلو ویناوو کې د افغانستان.ا ا. په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت د پلانونو او پروګرامونو یادونه هم وکړه چې د هېواد په کچه د ماشومانو لپاره یې د زده‌کړو ساحه پراخه کړې او له هغو یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

له شنبې ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ تر پنجشنبې ۲۵/ ۷/ ۱۴۴۷ ه.ق (د ۱۴۰۴ لمریز کال، مرغومي میاشتې له ۲۰ مې تر ۲۵ مې نېټې پورې)

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د انفاذ کمېټې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

BACK TO NEWS