د نیمروز ولایت د تعلیمي مرکزونو اداري څانګو کارکوونکو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۴۸
sasx

د نیمروز ولایت پوهنې ریاست او تعلیمي مرکزونو اداري څانګو کارکوونکو لپاره، د اداري پروسې ساده کولو، تر سرلیک لاندې سیمینار د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل‌احمد حقاني او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د اداري اصلاحاتو ساده کولو پروسې مرستیال مفتي محمد فرید غزنوي په حضور کې ترسره شو، چې پکې د مرکز او ولسوالیو په ګډون د یاد ولایت د ګڼ‌شمېر مدارسو او ښوونځیو مسئولینو او اداري مدیرانو ګډون درلود.

په پیل کې د نیمروز ولایت پوهنې رئیس په خپله وینا کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له هڅو ستاینه وکړه او د سیمینار له ګډون‌والو یې وغوښتل چې اړوند موضوعات په دقت سره یادداشت او خپلو نورو همکارانو ته ورسوي.

ورپسې د اداري پروسې ساده کولو ریاست مرستیال محترم، د مراجعینو د پروسو ساده کولو اهدافو او اهمیت په اړه معلومات ارایه کړل.

د یادونې وړ ده چې دغه سیمینار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست د پراخو هڅو یوه برخه ده، کوم چې د اداري روڼتیاوو رامنځته کولو، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو وړتیاوو لوړولو او مراجعینو ته د اسانتیاوو چمتو کولو کې دنده پرمخ وړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

له شنبې ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ تر پنجشنبې ۲۵/ ۷/ ۱۴۴۷ ه.ق (د ۱۴۰۴ لمریز کال، مرغومي میاشتې له ۲۰ مې تر ۲۵ مې نېټې پورې)

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د انفاذ کمېټې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

BACK TO NEWS