د کابل محترم والي د پوهنې وزارت له محترم سرپرست سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۴۷
شسی

د کابل والي محترم ملا امین الله «عبید» د پوهنې وزارت له سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا سره د کتنې پرمهال، ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو ته د ښوونیزو چوپړونو لا پراختیا په برخه کې د یاد وزارت د فعالیتونو په ګډون د علاقې وړ موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړل.

په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست د کابل والي له سفر هرکلی وکړ او دا ډول لیدنې یې د دواړو ادارو ترمنځ د متقابلې همکارۍ له پلوه ګټورې او اغېزناکې وبللې.

ورپسې د کابل والي د هېواد د ماشومانو لپاره دښوونیزو او روزنیزو خدمتونو د متوازن پرمختګ په برخه کې د پوهنې وزارت له هڅو ستاینه وکړه او هغه یې غوره وبللې.

همدارنګه د کابل والي د پراختیایي پروګرامونو په پلي کولو کې د پوهنې وزارت سره د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

له شنبې ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ تر پنجشنبې ۲۵/ ۷/ ۱۴۴۷ ه.ق (د ۱۴۰۴ لمریز کال، مرغومي میاشتې له ۲۰ مې تر ۲۵ مې نېټې پورې)

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د انفاذ کمېټې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

BACK TO NEWS