په سرپل ولایت کې د ښوونځیو آمرینو او مدیرانو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار ترسره شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۱۵
sjd

د سرپل ولایت پوهنې ریاست له خوا د ښوونځیو آمرینو، مدیرانو او مسئولینو ته "د پایلو جدول نوي فارمټ" تشرېح کولو لپاره یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

په یاد ورکشاپ کې د پایلو جدول د نوي بڼې د موخو او اهمیت وړاندې کولو سربېره، د زده‌کوونکو د ښوونیزې کچې ارزونې، د ښوونځیو د آمرینو، مدیرانو او سرښوونکو د فعالیت بیاکتنې او د تعلیمي کیفیت ښه کولو لپاره د پوهنې وزارت د پالیسیو پلي کولو اهدافو ترلاسه کولو موضوع باندې هم بحث وشو.

د دې ورکشاپ په جریان کې، د فعالیتونو مهالوېش او د پایلو جدولونو بشپړولو او تنظیمولو څرنګوالی ګډون‌والو ته په تفصیل سره توضېح شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۲:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت سرپرست د کابل ولایت له یو باب دارالعلوم څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا د یو شمېر چارواکو په ملتیا، د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ له حضرت علي (کرم الله وجهه) دارالعلوم څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزارت سرپرست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۴۲
Background image

پروان ولایت کې د یوې دیني مدرسې بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار په دولانه کلي کې د ۴۰ زره ۲۵۳ امریکایي ډالرو په لګښت د یوې نوې دیني مدرسې بنسټ ډبره، پوهنې رئیس، مسئولینو او د سیمه ییزو ادارو د یو شمېر نورو چارواکو او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۷
Background image

د پکتیکا ولایت د یو شمېر مدارسو له زده‌کونکوو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د پکتیکا ولایت پنځه ګونو ولسوالیو د ۴۵ بابه دیني مدارسو له ۲۵۰۰ تنو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د یو مېلیون او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته د یوې خیریه ادارې لخوا شوې ده.
پ. . .

BACK TO NEWS