د میدان وردګ ولایت ۲۸ بابه ښوونځیو سره له ۱.۵ مېلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۲
21

د میدان وردګ پوهنې ریاست چارواکو په وینا، د یاد ولایت عام ولس له لوري د ۱۴۰۴ لمریز کال په غبرګولي میاشت کې، د سید آباد، جغتو، نرخ، مرکز او د بهسود حصه اول ولسوالیو ۲۸ بابه ښوونځیو سره د ۱ مېلیون ۵۱۸ زره ۴۳۵ افغانیو په اندازه مالي مرسته شوې.

یادې مرستې چې د خیرخواه او علم دوسته خلکو له خوا په رضاکارانه ډول ورکړل شوې، د پورته ذکر شویو ادارو لپاره د اړینو اسانتیاوو د ترمیم او جوړولو، د اوبو څاګانو کیندلو او د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو په برخو کې لګول شوې دي.

همدارنګه د روان لمریز کال په لومړۍ ربع کې، د ښوونځیو شوراګانو په هڅو او د خلکو مالي ملاتړ سره، په ټولیزه توګه ۷ مېلیونه ۷۹۵ زره ۹۱۹ افغانۍ پوهنې ریاست ته ورکړل شوې، چې د ښوونځیو په تدریسي او اداري څانګو کې مصرف شوې دي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېوادوالو له مادي او معنوي ملاتړ، په ځانګړې توګه د میدان وردګ ولایت علم پروره خلکو له مالي مرستې څخه مننه او قدرداني کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۶
Background image

د غور ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ کجي لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې معارف دوستو اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پیل شوې.
یاده ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونیزو بنسټونو اداري کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند ښوونیزو بنسټونو د ۶۰ تنو اداري کارکوونکو او مسوولینو لپاره د پلان جوړونې، راپور ورکولو، کاري پلانونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۲
Background image

د کابل ولایت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د ښوونځیو ترمنځ د خزاني فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولایت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د څلورو لېسو ترمنځ د خزاني فوټسال سیالۍ، چې د روان کال د تلې میاشتې په ۳مه نېټه د پوهنې وزارت د بدني روزنې آمریت په همکارۍ پیل شوې وې، د لړم میاشتې په. . .

BACK TO NEWS