د داوطلبۍ خبرتیا

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۳۸
526

پوهنې وزارت، پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال د نتایجو او شهادتنامو ریاست د ښوونیزو پایلو آرشیف کولو لپاره د ۲۰۰ پایو فلزي الماریو تهیه کولو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي او د اړونده داوطلبۍ سند کاپي ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه دې د تدارکاتو د کړنلارې او قانون مطابق، د داوطلبۍ د اعلان خپرېدو نېټې څخه، د ۲۱/چنګاښ/۱۴۰۴، شنبې ورځ، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې ده افغانان ته څېرمه، محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، په تړلي بڼه وسپاري.

د داوطلبۍ تضمین د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه ( ۴۰،۰۰۰ څلوېښت زره افغانیو په اندازه دی) او د داوطلبۍ پرانیست‌غونډه به د ۲۱/چنګاښ/۱۴۰۴ کال، شنبې ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست په تالار کې ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۳۶
Background image

داوطلبۍ اعلان

د پوهنې وزارت له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي، چې د سمنګان ولایت پوهنې ریاست لپاره د یو عراده تېز رفتاره موټر په تهیه کولو او پېرودلو پروسه کې برخه واخلي او د اړوندې پروسې شرط‌پاڼه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

غزني
د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع الحق حماس، چې د یاد وزارت د پروژو د څارنې او بیاکتنې لپاره یې مختلفو ولایتونو ته سفر کړی، اوس‌مهال غزني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۱
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۶۱ تعلیمي پروژو  بیارغونې کارونه روان دي

د لوګر ولایت پوهنې چارواکو په وینا، په یاد ولایت کې د ۶۱ تعلیمي مرکزونو د بیارغونې او ترمیم چارې روانې دي، چې له ۷۰ تر ۹۰ سلنې پورې یې رغنیزې چارې روانې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به. . .

BACK TO NEWS