د ولایتونو ځینو خبرونو ته کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۱۱
14

بادغیس

د بادغیس ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محب الله احسان له خوا، د یاد ولایت د ولسوالیو پوهنې آمرینو ته ۸ عرادې موټرسایکلونه ووېشل شول.

کاپیسا

د پوهنې یوې مرستندویه ادارې، د کاپیسا ولایت تګاب او حصه اول ولسوالیو د سیمه ییزو ښوونځیو زده‌کوونکو ته درسي کتابونه، قرطاسیه او د ښوونکو درسي مواد ووېشل.

خوست

د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ عام ولس په مرسته، د یادې ولسوالۍ لېسې لپاره لمریزې بریښنا سیسټم نصب او فعال شو.

هرات

د هرات ولایت فرسي ولسوالۍ اړوند د رباط ژاله کلي په احیاء العلوم مدرسه کې، د ۳ بابه نویو درسي خونو بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر له خوا، د ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت کېښودل شوه، کوم چې د همدغې ولسوالۍ د خلکو لخوا ورکړل شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونځي جوړولو لپاره یو جریب ځمکه ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اوسېدونکو لخوا په یاده ولسوالۍ کې د شهید ابوبکر لومړني ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو په موخه یو جریب ځمکه وقف شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي له پکتیا ولایت څخه لیدنه وکړه

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د پکتیا ولایت په مرکز کې د پوهنې او ښوونځیو له چارواکو سره د امربالمعروف او نهی عن المنکر د فعالیتونو لا. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

آغاز ورکشاپ ارتقای ظرفیت برای معلمان مضمون های ساینس و ریاضیات ولایت سمنگان

ریاست معارف ولایت سمنگان به منظور بلندبردن سطح علمی و مسلکی معلمان، ورکشاپ ۶ روزه ارتقای ظرفیت های مسلکی را برای ۴۰ تن معلمین مضامین ساینسی و ریاضیات آن ولایت آغاز کرد.
محترم مولوی. . .

BACK TO NEWS