د پوهنې وزارت سرپرست په حضور کې د کابل ښار اړوندو مدارسو د مهتممینو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۴:۴۵
لایب

د پوهنې وزارت د سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا، یو شمېر رئیسانو، چارواکو او کارکوونکو په حضور کې، د کابل ښار په مدارسو کې د تدریسي او اداري چارو کیفیت لالوړوالي لپاره د همغږۍ په موخه پرتمینه غونډه ترسره شوه.

په پیل کې د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، مېلمنو او ګډون‌والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د کابل ښار اړوندو مدارسو د مسئولینو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو په اغېزمنتوب خبرې وکړې او د پورته ذکر شویو دیني مرکزونو د اداري چارو معیاري کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه یې هراړخیز او مهم معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست د دغه ډول مشورتي غونډو او نظرونو تبادلې څخه د خوښۍ په بیانولو سره څرګنده کړه: "علماءکرام د راتلونکو نسلونو په ښوونه او روزنه کې بنسټیز او مهم رول لوبوي او دا علماءکرام دي، چې ټولنه صراط المستقیم لارې ته رهبري کوي."

نوموړي وویل: "زه له تاسو، د دیني تعلیمي مرکزونو له مشرانو او مهتممینو څخه غوښتنه کوم، چې په خپلو دیني مدارسو کې د تدریسي کیفیت لوړولو لپاره جدي او لازیاتې هڅې وکړئ."

په ورته مهال د مدارسو او دار الحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق صدیق، علماءکرامو ته په خپله وینا کې وویل: "موږ له تاسو څخه هیله کوو، چې د هېوابچیانو د سالمې زده کړې او روزنې په اړه خپل مسؤلیتونه په غوره توګه ترسره کړئ او د خپلو مدارسو د نیمګړتیاوو او شتونزو له منځه وړلو لپاره هره ممکنه هڅه وکړئ."

نوموړي زیاته کړه: "د پوهنې وزارت په دې وروستیو کې ښوونځیو ته قرطاسیه او تدریسي توکي وېشلي او یاد وزارت ژمن دی، تر څو دهغوی د نورو ستونزو حل لپاره هم جدي او نهایي هڅې وکړي."

په پای کې د مدارسو او دار الحفاظونو رئیس د مدارسو له چارواکو څخه هم وغوښتل چې د زده‌کوونکو ترمنځ د علمي کچې لوړولو لپاره علمي سیالۍ تنظیم کړئ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې، چې د کابل ښار د ښوونځیو د زده‌کوونکو د ساینسي مضامینو د علمي لاسته‌راوړنو پروژو د سیالیو پایلې، د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، استادانو او د یو شمېر ښوونځیو د زده‌کوونکو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په شمول د ۱۶ ولایتونو د مدرسینو علمي غړو لپاره څلور ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري، د کابل ښار په ګډون د ملک د ۱۶ ولایتونو د مدرسینو علمي غړو لپاره د قرآن کریم د حفظ، تجوید او قرائت په برخو کې د مسلکي وړتیاوو لوړولو څلور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

په بادغیس کې يو شمېر ښوونکو ته د مسلکي مهارتونو لوړولو روزنیزه برنامه جوړه شوه

د بادغیس ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۴۸۲ تنو ښوونکو ته د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړولو دوولس ورځنۍ روزنيزې برنامې دویم پړاو ترسره شو.
د. . .

BACK TO NEWS