په پېښور کې د مېشتو افغان کډوالو وضعيت ارزونې په پار ناسته وشوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۲:۲
سیب

په پېښور کې د ا.ا.ا لويې قونسلګرۍ په لارښوونه د افغان کډوالو وضعيت ته د رسېدنې ګډې کمېټې، د اکوړي کمپ مېشتو افغان کډوالو سره وکتل. 
د یادې لیدنې اساسي موخه د افغان کډوالو د ستنېدنې بهير اړوندو مسايلو او هراړخیزو ستونزو راټولول وو؛ تر څو کډوال وکولی شي، په مصئونه او باعزته توګه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
په پېښور کې مېشت د پوهنې وزارت آتشه وویل: یاد وزارت د راستنېدونکو کډوالو د ښوونې او روزنې په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی دی او ډاډ یې ورکړ، چې د دوی د ماشومانو د زده‌کړو په برخه کې به هراړخیز فرصتونه برابر کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې، چې د کابل ښار د ښوونځیو د زده‌کوونکو د ساینسي مضامینو د علمي لاسته‌راوړنو پروژو د سیالیو پایلې، د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، استادانو او د یو شمېر ښوونځیو د زده‌کوونکو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په شمول د ۱۶ ولایتونو د مدرسینو علمي غړو لپاره څلور ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري، د کابل ښار په ګډون د ملک د ۱۶ ولایتونو د مدرسینو علمي غړو لپاره د قرآن کریم د حفظ، تجوید او قرائت په برخو کې د مسلکي وړتیاوو لوړولو څلور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

په بادغیس کې يو شمېر ښوونکو ته د مسلکي مهارتونو لوړولو روزنیزه برنامه جوړه شوه

د بادغیس ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۴۸۲ تنو ښوونکو ته د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړولو دوولس ورځنۍ روزنيزې برنامې دویم پړاو ترسره شو.
د. . .

BACK TO NEWS