په نیمروز ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۴۷
152

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په شریف آباد سیمه کې د جمال الدین عرب لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې مسئولینو، سیمه ییزو مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو په جضور کې کېښودل شوه.

د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد حقاني په وینا، دغه ودانۍ چې ۸ درسي خونې، احاطوي دېوال، د څښاک پاکو اوبو ۲ څاګانې او نور اړین ملحقات به ولري؛ د برادران نورزاد سوداګریز شرکت په مرسته څه د پاسه ۲ مېلیونه افغانیو لګښت سره په ۱۵۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړېږي.

د نیمروز ولایت پوهنې رئیس وویل چې د همدغه ښوونځي جوړولو سره به د ځایی زده‌کوونکو ستونزې حل شي او د ښوونځي له چارواکو او زده‌کوونکو یې وغوښتل چې د ښوونځي په ساتنه او پالنه کې جدي هلې ځلې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پورته ذکر شوي شرکت تل د پوهنې ریاست سره همکاري کړې او په دې وروستیو کې یې په یاد ولایت کې د سیادک لومړني ښوونځي لپاره ځمکه اخیستې او ورته یې ودانۍ رغولې، چې د ۶۰۰ تنو ماشومانو لپاره یې ښوونیزې آسانتیاوې برابرې کړې.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنیز نظام لپاره د هېوادوالو او ملي سوداګرو له مادي او معنوي ملاتړ څخه خوښي څرګنده او په دې برخه کې د هغوی کړنې ستایي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې، چې د کابل ښار د ښوونځیو د زده‌کوونکو د ساینسي مضامینو د علمي لاسته‌راوړنو پروژو د سیالیو پایلې، د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، استادانو او د یو شمېر ښوونځیو د زده‌کوونکو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په شمول د ۱۶ ولایتونو د مدرسینو علمي غړو لپاره څلور ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري، د کابل ښار په ګډون د ملک د ۱۶ ولایتونو د مدرسینو علمي غړو لپاره د قرآن کریم د حفظ، تجوید او قرائت په برخو کې د مسلکي وړتیاوو لوړولو څلور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

په بادغیس کې يو شمېر ښوونکو ته د مسلکي مهارتونو لوړولو روزنیزه برنامه جوړه شوه

د بادغیس ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۴۸۲ تنو ښوونکو ته د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړولو دوولس ورځنۍ روزنيزې برنامې دویم پړاو ترسره شو.
د. . .

BACK TO NEWS