په کابل ښار کې د امام محمد بن حسن الشیباني دیني مدرسه پرانیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۳۶
14

پوهنې وزارت، د کابل ښار پینځمه ناحیه کې د امام محمد بن حسن الشیباني مدرسه، د ځوان نسل د روحیې د پیاوړتیا او د دیني او عصري زده کړو ترمنځ د واټن کمولو په موخه پرانیستله او تمه ده چې د لیسې دورې (د لسم، یوولسم او دولسمو ټولګيو) زده کوونکي د خپلو ښوونځيو د مضامینو سربېره په یاده مدرسه کې دیني زده کړې هم تر لاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه تعلیمي مرکز د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، د آزموینو ملي ادارې لوی رئیس شیخ عبدالباقي حقاني، د پوهنې وزارت د مرکزي څانګو د ځینو رئیسانو او مسئولینو په حضور کې پرانیستل شو.

ویناوالو په خپلو خبرو کې د عصري علومو تر څنګ د دیني علومو مطالعه خورا ګټوره او مهمه وبلله او د هېواد له زده کونکو او ښوونکو یې وغوښتل چې د همدغو دوو پوهنیزو څانګو ترمنځ د واټن له منځه وړلو لپاره زیاتې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۳۶
Background image

داوطلبۍ اعلان

د پوهنې وزارت له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کوي، چې د سمنګان ولایت پوهنې ریاست لپاره د یو عراده تېز رفتاره موټر په تهیه کولو او پېرودلو پروسه کې برخه واخلي او د اړوندې پروسې شرط‌پاڼه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

غزني
د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع الحق حماس، چې د یاد وزارت د پروژو د څارنې او بیاکتنې لپاره یې مختلفو ولایتونو ته سفر کړی، اوس‌مهال غزني. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۲:۲۱
Background image

په لوګر ولایت کې د ۴۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۶۱ تعلیمي پروژو  بیارغونې کارونه روان دي

د لوګر ولایت پوهنې چارواکو په وینا، په یاد ولایت کې د ۶۱ تعلیمي مرکزونو د بیارغونې او ترمیم چارې روانې دي، چې له ۷۰ تر ۹۰ سلنې پورې یې رغنیزې چارې روانې دي او په راتلونکو څو ورځو کې به. . .

BACK TO NEWS