بامیان ولایت کې له ۹۸۰ تنو م.جاهدینو څخه د سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه
د پوهنې وزارت د ځانګړي طرحه شوي پلان له مخې، د هېوادوالو لپاره د لا ډېرو ښوونیزو آسانتیاوو برابرولو په موخه، بامیان ولایت کې له ۹۸۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت په موخه آزموینه واخیستل شوه.
د باميان ولایت والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي، پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار، مسئولينو او يو شمېر علماءکرامو د یادې آزموينې له بهير څخه له نږدې څارنه وکړه.
یادو مسئولینو په خپلو خبرو کې د دغه وزارت د پروګرامونو او پلانونو یادونه وکړه او د بامیانو ولایت د رهبرۍ له لورې یې د تطبیق په برخه کې خلکو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ.
چارواکو د یاد ولایت له اوسېدونکو وغوښتل چې د هېواد پوهنیز نظام په لاپیاوړتیا کې له دغه وزارت سره خپلې همکارۍ جاري وساتي.
دغه راز د باميان پوهنې رئيس هم د آزموينې د روڼتیا په اړه ګډون والو ته ډاډ ورکړ او ويې ويل، هغه کسان چې په دې آزموينه کې معياري نمرې ترلاسه کړي، د دولسم ټولګي د فراغت سندونه به ورکړل شي.
