د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معین ختیځ زون ولایتونو ته په رسمي سفر ولاړ
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله «آخندزاده» د یو لړ رسمي چارو ترسره کولو او د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانویه دورو د ط.الب العلمانو د آزموینو بهیر څارنې په موخه ختیځ زون ولایتونو ته د رسمي سفر په ترڅ کې ننګرهار ولایت ته ورسېد.
ټاکل شوې ده چې په دغه سفر کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د یادو ولایتونو د پوهنې له رئیسانو او یو کلیدي ځانګو آمرینو سره وګوري.
همدارنګه نوموړي د ننګرهار ولایت پوهنې مسئولینو په ملتیا په یاد ولایت کې د دیني مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو آزموینو اخیستلو ځای ته ولاړ او د یادو آزموینو له بهیر څخه یې له نږدې څارنه وکړه.
د پوهنې وزارت معین په دې کتنه کې له مسئولينو وغوښتل، چې د آزموينې روڼتیا، عدالت، نظم او ډسپلين په جدي ډول مراعات کړي او د یاد وزارت له لوري یې د هېواد بچيانو لپاره د متوازنو ښوونيزو او روزنیزو آسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړ.
