بامیان ولایت کې څه د پاسه ۹،۵ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۳۱ بابه مدارسو او ښوونځیو ترمیم چارې بشپړې شوې
د باميان ولايت پوهنې رئيس قاري عنايت الله سهار په هغه غونډه کې، چې د پوهنې رياست مسئولينو سربېره، د یاد ولايت والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي او یو شمېر علماءکرامو پکې حضور درلود، وویل: په دې وروستيو کې د باميان په مرکز او ولسواليو کې د پوهنې ریاست ودانۍ او دارالعلوم په ګډون د ٢٩ بابه مدارسو او ښوونځيو ترميم چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
نوموړي زیاته کړه: د یادو ښوونیزو مرکزونو پر بیارغونه ټولټال ۹مېلیونه ۶۸۱ زره ۹۹۸.۳ افغانۍ لګښت راغلی، چې د دغه وزارت له بودیجې څخه تمویل شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې د همدغو تعلیمي بنسټونو په فعالېدو سره ۱۹۱ زره ۷۷ تنو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شو.
مسئولینو په خپلو خبرو کې له زده کوونکو وغوښتل، چې د خپلو مدارسو او ښوونځيو ساتنې او خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړئ.
