لوګر ولایت کې د ځايي خلکو له خوا د یو باب ښوونځي جوړولو لپاره ځمکه وپېرل شوه
د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ اړوند د رستم کوچي کلي اوسېدونکو د ښوونځي رغولو لپاره یو جرېب ځمکه د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت وپېرله او د دغې ځمکې د ملکیت شرعي سند یې رسماً د یاد ولایت پوهنې ریاست ته وسپاره.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د راتلونکي (۱۴۰۴) ښوونیز کال له پیل سره سم به د پوهنې وزارت له لوري پر همدغه ځمکه باندې د ښوونځي یوه عصري او مجهزه ودانۍ جوړه شي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د خلکو په ځانګړې توګه د لوګر ولایت شریفو او پوهنې دوستو ولسونو له هر اړخیزو مرستو او همکاریو مننه او قدرداني کوي.
