پکتيکا ولايت کې د ۴ مېليونه افغانيو په لګښت د يو سرحدي ښوونځي بيارغونې چارې پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت برمل ولسوالۍ اړوند کمال سرحدي لېسې ودانۍ د پوهنې د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۴ مېليونه افغانيو په لګښت، د یاد ولايت پوهنې مسئولينو له خوا تر رغونې ورورسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
پوهنې مسئولين وايي، په دې ترميم کې ۸ درسي ټولګي، يو تالار، د اوبو رسولو سيسټم غځول او د لمريزې برېښنا شبکې نصبول شامل دي، چې ورسره د زده کوونکو ستونزې په بشپړه توګه هوارې شوې.
د يادونې وړ ده، چې د يادې لېسې مسئولينو او زده کوونکو د خپلې لېسې پر بيارغونې خوښي څرګنده او د هېواد ماشومانو لپاره يې د ښوونيزو خدمتونو په وړاندې کولو کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې مننه وکړه.
د پوهنې وزارت په دوامدار ډول د هېواد د پوهنې له نظام سره د خلکو د ملاتړ ستاینه او هرکلی کوي.
