د پوهنې وزارت سرپرست خوست ولایت ته په رسمي سفر ولاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۲:۴۵
هعا
د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوی، د یو رسمي سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته ورسېد.
خوست ولایت ته د پوهنې وزارت د سرپرست له سفر اساسي موخه، د مدارسو او ښوونځيو د ښوونیز وضعیت کتل، د سیمه ییزو چارواکو د وړاندیزونو، نظریاتو او ستونزو آورېدل، د علماوو شورا له غړو سره لیدنه او د پوهنې مسئولینو ته د یو شمېر سپارښتنو کول دي.
په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي، د خوست ولایت له والي، پوهنې رئیس او سیمه ییزو مسئولینو سره وکتل او د پوهنې د خدمتونو د لاپیاوړتیا او پراختیا په برخه کې یې نظرونه تبادله کړل.
ورپسې نوموړي د خوست ښار اړوند، د جامعه مظفر العلوم مدرسې، جامعه اسلامیه دوه سړکه، آزادۍ مېنې لېسې، ج.هادي مدرسې، شهید مطېع الله لېسې او اسمعیل خېل ولسوالۍ پوهنې آمریت ته ولاړ او د دغو ښوونیزو مرکزونو د منسوبینو او زده کوونکو ښوونیز او روزنیز وضعیت ارزونې سربېره یې د هغوی د آزموینې بهیر له نږدې ولیده.
د پوهنې وزارت سرپرست د شهید مطبع الله په لېسه کې یوې لویې غونډې ته د خپلې وینا پرمهال وویل: د ځینو مغرضو رسنیو دا خبره چې ګنې د افغانستان.ا.ا. عصري علومو ته پاملرنه نه کوي، په کلکه ردوي او زیاته یې کړه، د اسلام او هېواد دښمنان د ولس او دولت ترمنځ د واټن زیاتولو په موخه دغه ډول غیرحقیقي تبليغات کوي او له هېوادوالو یې وغوښتل چې په دغه ډول دروغو تبلیغاتو باور ونه کړي.
دغه راز نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت تل د زده کړو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي او د عصري علومو لازیات پرمختګ ته په کلکه ژمن دی.
همدارنګه د پوهنې وزارت سرپرست د ښوونیزو بنسټونو د کتابونو چاپ او وېش ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې اوسمهال د زده کوونکو د ښوونیزو اړتیاوو پوره کولو په موخه، شاوخوا ۸ مېلیونه ټوکه کتابونه د چاپ په حال کې دي او په مرسته به یې د ډېری تعلیمي مرکزونو د ښوونیزو توکو په برخه کې ستونزې هوارې شي.
په ورته مهال د خوست ولایت د پوهنیزو بنسټونو مسئولینو د پوهنې وزارت سرپرست ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنیز نظام د وروستیو پرمختګونو په برخه کې یې د یاد وزارت د مشرتابه او مسئولینو له هڅو مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د رحمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمه‌ییزو سوداګرو او خلکو په مالي مرسته د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د پوهنې چارواکو په ګډون د یو لړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۲۸
Background image

په بلخ ولایت کې ۲۷ بابه تعلیمي او اداري مرکزونه بیارغول کېږي

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او  مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس په وینا، په بلخ ولایت کې د پوهنې وزارت له بودیجې او د شریکو ادارو د مرستې څخه د ۲۵ مېلیونه ۲۶۸ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د پورته ذکر شوي کمېسیون غړي او د ۱۲ مرکزي. . .

BACK TO NEWS