د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوندو ښوونځیو «د سیرت ستوري» سیالیو ممتاز زده کوونکي وستایل شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۳:۱۸
df

*د سیرت النبي «(صلی الله علیه وسلم» ستوري هغه علمي سیالۍ، چې څه موده مخکې د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا، د نهمې ښوونیزې ناحیې اړوندو رسمي او خصوصي ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، نن یې ممتاز زده کوونکي د پوهنې مسئولینو او آمرینو له لوري د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې وستایل شول. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې آمر محمد یونس مخلص په خپله پرانیستونکې وینا کې مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې علمي غونډې په تړاو ګډون والو ته مفصل معلومات وړاندې کړل. دغه راز د کابل ښار پوهنې رئیس د سیرت النبي «صلی الله علیه وسلم» ستوري ګټونکو زده کوونکو ته د مبارکۍ په ترڅ کې زیاته کړه، چې د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت په خپل ټول توان سره د دیني او عصري علومو په برخه کې د هېواد بچیانو ښوونې او روزنې ته ژمن دی. د مسئولینو په وینا دغه علمي سیالۍ د نهمې ښوونیزې ناحیې اړوندو ښوونځیو د ۲۰۰۰ تنو زده کوونکو ترمنځ ترسره شوې، چې تر ارزونې وروسته ۲۶ تنه زده کوونکي د ممتازو کسانو په توګه وپېژندل شول. یاد مراسم ممتازو زده کوونکو ته د جایزو او ډالیو په وېشلو او دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۱
Background image

د پکتیا او غزني ولایتونو ښوونکو لپاره میتودیکي سیمینارونه پیل شوي دي

د پوهنې وزارت په ډېری ولایتونو کې د ښوونځیو د ښوونکو مسلکي مهارتونو ښه کولو لپاره روزنیز سیمینارونه پیل کړي دي، چې په دې سره په پکتیا او غزني ولایتونو کې د ساینس او ریاضیاتو ۲۱۲ تنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۳۶
Background image

له ولایتونو څخه د پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت رودات ولسوالۍ له کان لېسې سره، د یو تن علم‌پروره شخص لخوا ۲۱۰۰۰ افغانۍ مرسته ترسره شوه.
د یادې ولسوالۍ پوهنې چارواکو ډاډ ورکړ چې دغه پیسې به د یادې لېسې د ترمیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د رحمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمه‌ییزو سوداګرو او خلکو په مالي مرسته د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د پوهنې چارواکو په ګډون د یو لړ. . .

BACK TO NEWS