جوزجان ولایت کې د ۲،۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو باب ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه
د جوزجان ولایت قوش تپې ولسوالۍ اړوند د قیچاق منځني ښوونځي د ودانۍ رغنیزې چارې، چې څه موده وړاندې د پوهنې د یو همکار بنسټ په ملاتړ د ۲ مېلیونه ۶۹۰ زره افغانیو په لګښت سره پیل شوې وې، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت د پوهنې مسئولينو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د جوزجان ولايت د پوهنې چارواکو د څرګندونو له مخې: د ښوونځي دغه ودانۍ ٦ درسي ټولګي او دوه اداري خونې لري او په دې سره د هغو زده کوونکو لپاره کوم چې پخوا له مناسبو ښوونيزو آسانتياوو بې برخې وو، د زده کړو په برخه کې خوندي درسي چاپېریال رامنځته شو. د سيمې يو شمېر اوسېدونکو د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه د خوښۍ څرګندولو په ترڅ کې وويل، چې له کلونو راهيسې يې ماشومان د پوهنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو او اوسمهال د دغه ښوونځي په جوړېدو سره د دوى ستونزې هوارې شوې.
