پکتیکا ولایت کې یو باب ښوونځی پرانیستل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۹:۴۴
dfgh
د پکتیکا ولایت یوسف خېلو ولسوالۍ اړوند د بهلول دانا ښوونځي ودانۍ د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد له خوا پرانیستل شوه.
ياد ښوونځى د شپږو درسي خونو په لرلو سره، د همدې ولسوالۍ د بهلول او کچکول په نومونو د دوو وروڼو په مالي لګښت جوړ شوى، چې د دوه نیم جرېبه ځمکې او ودانۍ ټولیز لګښت یې یو مېلیون او ۵۰۰ زره افغانۍ راغلی دی.
د پوهنې وزارت رهبري د ياد ښوونځي د جوړولو په برخه کې د دغو دوو وروڼو د مرستې له امله مننه کوي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د ا.ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په همکارۍ، د تعلیمي ادارو د اداري چارو د اصلاح او آسانتیا په موخه، د ساده شويو اداري. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د سواد زده‌کړې ۱۸۸ بابه کورسونه جوړ شول

د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سواد زده‌کړې ۱۸۸ بابه کورسونه پرانیستل شوي، چې له ۴۱۵۴ څخه ډېر زده‌کوونکي یې جذب کړي دي.

د هرات ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د زابل ولایت پوهنې ریاست په قلات ښار او ولسوالیو کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا، پوهنې آمرینو او یو شمېر علمي غړو لپاره د عملیاتي پلان پلي کولو په موخه، یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.

په. . .

BACK TO NEWS