د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د کونړ ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل
د مولوي محمد نعیم عمیر په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی د یو لړ رسمي چارو ترسره کولو په موخه کونړ ولایت ته ولاړ او د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي محب الله حیدري، پوهنې مسئولینو او د ښوونیزو بنسټونو له آمرینو سره یې وکتل.
په پیل کې یاد پلاوي د خپل سفر اساسي موخې بیان کړې او له مسئولینو یې وغوښتل، چې ورځنۍ دندې د الله تعالی د رضا لپاره ترسره او خپل صورت او سیرت د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد «صلی الله علیه وسلم» په سنتو برابر کړي.
له بلې خوا د کونړ پوهنې مسئولينو ياد ولايت ته د ورغلي پلاوي له سفر څخه د هرکلي ترڅنګ، د دعوت او ارشاد ریاست د ټولو لارښوونو او پلانونو د پلي کېدو ډاډ ورکړ.
