د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۰:۸
dfs

له شنبې ۱۴۴۶/۱/۷هجري قمري تر پنجشنبې ۱۴۴۶/۱/۱۲هجري قمري (د چنګاښ میاشتې له ۲۳مې نېټې تر ۲۸مې ۱۴۰۳/ لمریز).

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو تېره اوونۍ د کابل ښار اوومې ښوونیزې ناحیې اړوند د چهلستون، محمد فاروق، ریشخور هلکانو، ریشخور ښځینه وو، ګذرګاه، علامه محمد عطاءالله فیضاني، ده دانا له رسمي ښوونځيو او د دانش وړانګه، قاموس، خورشید علامه، سحر میهن، حیاء وحجاب، شګوفه نور، توحید نور، شمشاد نمبر۱، شمشاد نمبر۲، شمشاد نمبر۳، شمشاد نمبر۴، حق دوست، آسیای مرکزي نمبر۲، استاد صدرالدین الفتي، صباح نمبر۲، تفکر دانش نمبر۲ او تړون خصوصي ښوونځيو څخه لیدنې وکړې.
ددغو لیدنو په ترڅ کې د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د یادو ښوونیزو بنسټونو آمرینو ته «د اساسات الاسلام کتاب» د تدریس لړۍ پر تطبیق ټینګار وکړ او د همدغو ښوونځیو مسئولینو او زده کوونکو ته ديني لارښوونې وکړې، له هغوی يې وغوښتل، تر څو خپل صورت او سیرت د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» په سنتو برابر او همدارنګه د دیني درسونو په حلقو کې په جدي ډول برخه واخلي.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست ته له کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه  لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې: 
په تېره اوونۍ کې د پوهنې وزارت د عوت او ارشاد ریاست د مسئولینو له لوري د یاد وزارت د مرکزي هستې اړوندو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه.
 دغه راز په تېره اوونۍ کې هم د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه، له ټاکل شوي مهالوېش سره سم هره ورځ د مرکز او ولایتونو په ښوونیزو بنسټونو کې دیني درسونو دوام درلود او د یاد ریاست د مبلغینو له لوري د هغوی درسي بهیر هم له نبږدې څارل شوی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS