د پکتیا ولایت له ښوونځیو سره د عامو خلکو مرستې دوام لري

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۱:۱۲
sdaffsad

په دې وروستیو کې د پکتیا ولایت د ښوونځیو شوراګانو، ځوانانو، د زرمت ولسوالۍ خلکو او پوهنې مینه والو، د یاد ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د درسي خونو، احاطوي دېوالونو او مسلکي ښوونکو د نشتوالي د ستونزو د حل په موخه، لاندې مرستې وکړې:

۱- د حبیب الله زرمتي عالي لېسې د ۵ درسي او اداري ټولګیو د جوړولو لپاره، د یو میلیون او ۵۵۸ زره افغانیو مرسته.

2- د شاوخوا ۱۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت، د یادې ولسوالۍ د ښاري لېسې څانګې لپاره د 5 خېمو مرسته.

۳- د یو لک او ۶۳ زره افغانیو په لګښت د زوړ کوهي لومړني ښوونځی لپاره د ۳ درسي ټولګیو، یوې اداري خونې او تحویل خونې جوړول.

۴- د څه د پاسه ۴۳ زره افغانیو په لګښت، د هزارخېلو د نجونو لومړني ښوونځي لپاره ۲ تختې خېمې او احاطوي دېوال جوړول.

۵- د کلالګو عالي لېسې لپاره د۵۰ زره افغانیو په لګښت دوه درسي خونې جوړې شوې.

د پوهنې وزارت مشرتابه د پکتیا د زرمت ولسوالۍ د ولسونو، ځوانانو او د ښوونځیو شوراګانو د مرستو او ملاتړ هرکلی کوي او له نورو هېوادوالو غواړي، چې د هېواد له پوهنیز نظام سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS