د ولایتونو له پوهنې ریاستونو لنډ خبرونه
لغمان
د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست پلاوي لغمان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد او یو شمېر مسئولینو سره وکتل. د پوهنې وزرات پلاوي د ښوونیز وضعیت د لاښه والي او د کیفیت د لوړولو په موخه خپل لازم وړاندیزونه او سپارښتنې له مسئولینو سره شریکې کړې.
تخار
د تخار ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۲ لمریز کال د تدارکاتو او عوایدو غونډه، د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر تر څارنې لاندې جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د تخار پوهنې رئیس د دغه ریاست د عوایدو، د ښوونیزو بنسټونو د بیارغاونې، د عادي او پراختیایي بودیجې او یو شمېر نورو اړینو مسایلو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
غزني
د غزني ولایت د پوهنې، ښاروالۍ او د اطلاعاتو فرهنګ ریاستونو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې درې اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د یاد درې اړخیز هوکړه د لاسلیک او تمدید موخه د چاپېریال په پاک ساتلو کې د همکارۍ د جلبولو، د ښوونیزو ادارو د چاپېریال پاک ساتلو، ښوونځیو او مدارسو کې د ښاروالۍ د کمېټو جوړول دي.
ننګرهار
د ننګرهار پوهنې ریاست د ښوونکو د ۳۵ خالي بستونو د ډکولو په موخه، له ۱۹۰ تنو وړ کسانو څخه چې ۴۰ تنه یې ښځې وې، آزموینه واخیسته او په پام کې لري چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ښوونځیو کې وړ کسان د ښوونکو په توګه وګماري.
بادغیس
د بادغیس ولایت پوهنې رئیس مولوي محب الله احسان غورماچ ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د زده کوونکو کلنیو آزموینو او د یو شمېر ښوونځیو د بیارغونې له چارو څخه څارنه وکړه.
نوموړي له قراردادي شرکتونو وغوښتل، تر څو د يادو ښوونځيو د بيارغونې بهير چټک کړي او د پوهنې له مسئولينو يې وغوښتل، چې د آزموينو روڼتیا ته جدي پاملرنه وکړي.
