د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون رئیس هلمند ولایت ته رسمي سفر وکړ
د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون رئیس الحاج مولوي پاینده محمد تعليم او ورسره مل پلاوی، د خپلو ولایتي سفرونو په دوام هلمند ولایت ته په رسمي سفر ولاړ.
په ياد سفر کې د پوهنې وزارت د ولایتي چارو د سمون رئیس د مرکزي ادارو له مسئولينو، د ولسواليو پوهنې آمرينو، مدیرانو، دیني علماوو او قومي مشرانو سره په کتنو کې د پوهنې وزارت پرمختګونو، ښوونیزو پلانونو او پروګرامونو په اړه بحث او خبرې وکړې.
دغه راز نوموړي د پوهنې وزارت د درې کلن ملي پلان په اړه د غونډې له ګډون والو سره خبرې وکړې او په دې تړاو يې د علماوو او خلکو د سروې په اړه د دغه وزارت د مشرتابه لارښوونې شريکې کړې.
همدارنګه نوموړي د غونډې له ګډون والو وغوښتل، تر څو د ياد پلان د بشپړېدو لپاره خپل نظرونه او وړانديزونه مطرح کړي.
د هلمند ولایت پوهنې ریاست مشرتابه د دغه پلان د لا غني کولو په برخه کې خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د پلاوي له لوري ياداشت شول.
