د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د کابل ښار له ښوونځيو څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس په لارښوونه د یاد ریاست پلاوی، د کابل ښار له ښوونیزو بنسټونو څخه د لیدنې په ترڅ کې، د ۳۱۵ سیمې د ۵ مې پروژې او محمود کریمي کابلي عالي لېسو ته ولاړ او له مسئولینو او ښوونکو سره یې د کتنو پر مهال، د يادو لېسو له زده کوونکو سره په يو شمېر اړینو موضوعاتو خبرې وکړې.
پلاوي، د يادو لېسو مسئولينو او زده کوونکو ته د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست پروګرامونه او پلانونه بيان او له ښوونکو څخه يې وغوښتل، تر څو د هېواد زده کوونکو ته د پوهنې په برخه کې په اسلامي او ملي روحیه د زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي.
همدارنګه، لارښوونه وشوه چې په یاده برخه کې دې له علماوو او ښوونکو څخه مبلغین وګمارل شي او زده کوونکو ته دې د دعوت او ارشاد ریاست د نصاب له مخې ديني درسونه تدريس شي.
له بلې خوا د یادو لېسو آمرینو او ښوونکو د پوهنې وزارت د پروګرامونو او پلانونو هرکلی وکړ او د عملي کېدو په اړه يې ډاډ ورکړ.
