له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز
تخار
د پوهنې وزارت د درۍ کلن ملي پلان د مسودې په اړه مشورتي غونډه، د تخار ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر، رهبري هیئت، د علماوو شورا غړو، د ښوونیزو بنسټونو د یو شمېر استادانو او ښوونکو په حضور کې جوړه شوه.
د یادې غونډې موخه، د پوهنې وزارت د درۍ کلن ملي پلان د بډایه کولو په تړاو د تخار ولایت د پوهنې د وضعیت ارزونه وه.
بلخ
د بلخ پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل او ورسره مل پلاوي، د یاد ولایت بلخ ولسوالۍ ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د احمدشاه ابدالي نارینه او ښځینه لېسې او د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمریت له اداري او تدریسي چارو څخه لیدنه وکړه.
نورستان
د نورستان ولایت د علماوو شورا رئیس او غړو د یاد ولایت له پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمئن سره په کتنه کې له هغه وغوښتل، چې په دغه ولایت کې د خصوصي ښوونځیو د رسمي کولو او د دیني علومو د کورسونو د پراختیا په برخه کې همکاري وکړي.
غزني
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني، د یاد ولایت قرباغ ولسوالۍ د یو شمېر ښوونځیو او دیني مدارسو له اداري او ښوونیزو چارو څخه لیدنه وکړه او د هغوی ستونزې یې له نیږدې وڅېړلې.
د یو بل خبر له مخې:
د غزني پوهنې ریاست له یو شمېر نوماندانو څخه د آزادې سیالۍ بهیر پیل کړ.
په پام کې ده، هغه کسان چې لوړې نمرې ترلاسه کړي د یاد ریاست د انجنیرۍ او ټکنالوژۍ مدیریت په څلورو خالي بستونو کې په دندو وګمارل شي.
