د کابل ښار له ښوونځيو څخه د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي کتنې دوام لري
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي او کارکوونکو د کتنو په دوام، یاد پلاوی د کابل د سیدال ناصري عالي لېسې ته ولاړ او له مسئولینو او ښوونکو سره یې د کتنې پر مهال، د يادې لېسې له زده کوونکو سره په يو شمېر اړینو موضوعاتو خبرې وکړې.
پلاوي، د يادې لېسې مسئولينو او زده کوونکو ته د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست پروګرامونه او پلانونه بيان او د يادې لېسې له ښوونکو څخه يې وغوښتل، تر څو د هېواد زده کوونکو ته د پوهنې په برخه کې په اسلامي او ملي روحیه د زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي.
همدارنګه، لارښوونه وشوه چې په یاده برخه کې دې له علماوو او ښوونکو څخه مبلغین وګمارل شي او د يادې لېسې زده کوونکو ته دې د دعوت او ارشاد ریاست د نصاب له مخې ديني درسونه تدريس شي.
له بلې خوا د عالي لېسې آمر او ښوونکو د پوهنې وزارت د پروګرامونو او پلانونو هرکلی وکړ او د عملي کېدو په اړه يې ډاډ ورکړ.
