د دایکنډي ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو
د پوهنې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د پرېکړې پر بنسټ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، قاري عنایت الله سهار د دایکنډي ولایت د پوهنې رئیس په توګه معرفي او د یاد ولایت د سرپرست،د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د مسئولینو له لوري په رسمي ډول خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شو.
د دایکندي ولایت سرپرست د هېواد په دولتي ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل وباله او د پخواني رئیس الحاج مفتي رحمت الله مدثر له دندو او هڅو څخه یې د مننې ترڅنګ، نوي رئیس ته په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
د پوهنې نوي رئیس د افغانستان.ا.ا. عالي رهبرۍ او د پوهنې وزارت له اعتماد څخه د مننې تر څنګ، ژمنه وکړه چې د هېواد د پوهنیز نظام د ودې او هوساینې لپاره به جدي هڅې وکړي.
