په تخار ولایت کې د یوې عالي لېسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۱۱:۱۱
123

د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې د وکیل عبدالله عالي لېسې د ودانۍ رغولو چارې بشپړې، او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د پوهنې ریاست مشرتابه پلاوي، دیني علماوو، مشرانو او د کلیو وکیلانو ګډون درلود، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې لېسې نوې ودانۍ په دوه جرېبه ځمکه کې له اړینو ملحقاتو سره د ۸ درسي ټولګيو په لرلو سره جوړه او شاوخوا ۱۶ زره امريکايي ډالره لګښت پرې راغلى، چې د یاد ولايت د يوه سوداګر محمد بشير قانت له لوري ورکړل شوى دى.
د تخار ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر د یادې لېسې د پرانیستنې پر مهال، په بشري ژوند کې د ښوونې او روزنې پر ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي له خلکو وغوښتل، تر څو خپل اولادونه زده کړو ته وهڅوي او د هېواد په پرمختګ کې خپله ملي او اسلامي وجیبه ترسره کړي.
په پاى کې ويناوالو هم د يادې لېسې په جوړېدو خوښي څرګنده او د تخار چاه آب ولسوالۍ له خلکو او سوداګرو څخه يې د زده کړې په برخه کې د همکارۍ له امله مننه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۷
Background image

د لسمو ټولګو له زده‌کوونکو څخه د ځینو درسي مضمونونو معیاري ازموینه اخیستل کېږي

دا چې د درسي کیفیت لوړول او د ازموینو معیاري کول د پوهنې وزارت د ستراتیژیک پلان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي؛ نو په همدې موخه د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د خپلې کاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰۰۰ تنو زده‌کوونکو لپاره د سیمه‌ییزو او چټکو زده‌کړو ټولګي تاسیس شول

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست، د ملاتړ کوونکو ادارو په همکارۍ، په یاد ولایت کې د مدارسو او ښوونځيو تر څنګ د سیمه‌ییزو، چټکو او مخکې له ښوونځي څخه د زده‌کړې ټولګي پراخ کړي دي؛ هغه نوښت چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د څه کم ۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي ودانۍ پرانستل شوه

د کندهار ولایت میانشین ولسوالۍ د زمتو په سیمه کې د اسحاق‌زي ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۷.۹۸ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې چارواکو، سیمه‌ییزو حکومتي. . .

BACK TO NEWS