له ولایتونو څخه د پوهنې کړنو ته لنډه کتنه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۳:۲۳
123

 هرات

د هرات ولایت پوهنې رئیس مولوي رحمت الله جابر د ياد ولایت مرکز اړوند د یوه خصوصي ښوونځي د زده کوونکو له لیلیې څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د زده کوونکو د هڅونې پرمهال، د ياد ښوونځي له مسئولينو وغوښتل، ترڅو خپلې چارې د پوهنې وزارت له کړنلارو سره سم او د ياد ولايت د پوهنې رياست سره په همغږۍ ترسره کړي.

دایکنډي

د دايکنډي ولايت پوهنې رئيس الحاج مفتي رحمت الله مدثر، د خدير ولسوالۍ د مرکزي او پشني لېسو اداري او تدريسي فعاليتونه وڅېړل.
په ورته مهال  نوموړي د پوهنې کارکوونکو ستونزې واورېدې او د حل ژمنه یې وکړه.

لغمان

 د افغانستان.ا.ا. عالي رهبرۍ د فرمانونو، لارښوونو او احکامو د تطبیق او څارنې پلاوي، د لغمان ولایت له پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد سره وکتل او خپله موخه يې د عالي رهبرۍ د حکمونو له تطبیق څخه څارنه وبلله.
د لغمان پوهنې رئيس ياد پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د يادې موضوع د عملي کېدو په برخه کې له خپل لوري ډاډ ورکړ.

نورستان

 د نورستان ولایت پوهنې رئیس د ياد ولایت نورګرام ولسوالۍ د پوهنې آمريت له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او د ياد آمريت له کارکوونکو سره یې د کتنې پر مهال له هغوی وغوښتل، چې ټولنې ته د خدمت لپاره وړ  ښوونکي  وړاندې کړي.

کاپیسا

د کاپیسا ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني په داسې حال کې چې د ياد ریاست د ښوونې او روزنې او مسئولینو يې هم ملتیا کوله، د حصه اول ولسوالۍ اړوند د ابو موسی اشعري (رضي الله عنه) مدرسې له اداري او تدریسي څانګو څخه څارنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۷
Background image

د لسمو ټولګو له زده‌کوونکو څخه د ځینو درسي مضمونونو معیاري ازموینه اخیستل کېږي

دا چې د درسي کیفیت لوړول او د ازموینو معیاري کول د پوهنې وزارت د ستراتیژیک پلان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي؛ نو په همدې موخه د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د خپلې کاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د شاوخوا ۱۰۰۰۰ تنو زده‌کوونکو لپاره د سیمه‌ییزو او چټکو زده‌کړو ټولګي تاسیس شول

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست، د ملاتړ کوونکو ادارو په همکارۍ، په یاد ولایت کې د مدارسو او ښوونځيو تر څنګ د سیمه‌ییزو، چټکو او مخکې له ښوونځي څخه د زده‌کړې ټولګي پراخ کړي دي؛ هغه نوښت چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۳
Background image

په کندهار ولایت کې د څه کم ۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي ودانۍ پرانستل شوه

د کندهار ولایت میانشین ولسوالۍ د زمتو په سیمه کې د اسحاق‌زي ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۷.۹۸ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې چارواکو، سیمه‌ییزو حکومتي. . .

BACK TO NEWS