د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د کابل ښار د مرکزي دارالحفاظ له استادانو سره وکتل
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید، په داسې حال کې چې د د یاد وزارت د اسلامي زده کړو معینیت یو شمېر مسئولینو یې هم ملتیا کوله، د کابل ښار مرکزي دارالحفاظ له مسؤلینو او استادانو سره وکتل.
په یاده کتنه کې د پوهنې وزارت معین په ملي او اسلامي روحيه د هېواد د ماشومانو د سالمې روزنې او پالنې په لاره کې د ياد دارالحفاظ د استادانو له هڅو يادونه او د هغوى قدرداني وکړه.
د پوهنې وزارت معین څرګنده کړه: د یاد وزارت رهبري هلې ځلې کوي چې د هېواد بچیانو لپاره د عصري علومو او دیني زده کړو په ګډون متوازنې ښوونیزې او تحصیلي آسانتیاوې برابرې کړي.
ورپسې د یاد دارالحفاظ یو تن استاد د نورو په استازیتوب په هېواد کې د ښوونځیو او د اسلامي زده کړو بنسټونو د ښوونیز وضعیت د لاښه والي او پیاوړتیا په برخه کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ د هڅو هرکلی او ستاینه وکړه.
دغه راز نوموړي د ياد دارالحفاظ د زده کوونکو د ښوونې او روزنې په لاره کې شته ستونزې او ننګونې هم بيان او د وزارت له مشرتابه سره شريکې کړې چې د ذکر شویو ننګونو او نيمګړتياو د له منځه وړلو په موخه، د پوهنې وزارت د معین له لوري ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
