له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۵۹
123

لوګر

په لوګر ولایت کې د مرحوم استاد خلیل الرحمن ستانکزي کورنۍ، د شهید غلام نبي سمسور عالي لېسې د تدریسي او اداري څانګو لپاره د ۶۰ زره افغانیو په ارزښت د اداري وسایلو مرسته وکړه.  د لوګر پوهنې ریاست د ستانکزي کورنۍ له دې نېک اقدام او مرستې څخه مننه او قدرداني وکړه. 

بغلان

د بغلان ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي محمدنورعزيزي، د خپل کاري سفر په دوام د یاد ولايت نهرين ولسوالۍ ته دسفر پر مهال د حضرت عمر بن الخطاب (رضي الله عنه)، امام اعظم (رحمه الله)، اسلاميه امداد العلوم، مفتاح القرآن دارالحفاظ،د ګل مهران نمبر ۱ لېسې، لکڼ خېلو او هیلي لومړنیو ښوونځیو تدریسي او اداري فعالیتونه وڅېړل او زده کوونکي یې د عصري او دیني علومو زده کړو ته وهڅول.

هرات

د هرات ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت د دیني مدارسو د ۲۱۵تدریسي، اداري او خدماتي خالي بستونو د ډکولو په موخه،رقابتي آزموینه واخیسته.
د هرات پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني د آزموینې د تر سره کولو موخه، د یاد ولایت په خصوصي دیني بنسټونو کې د نویو استادانو ګمارل یاد کړل.

سمنګان

څه موده وړاندې د سمنګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۸ بابه ښوونځیو د بیارغونې په موخه، د رضاکارانو غونډه د یاد ولایت په پوهنې ریاست کې پیل شوه.
د سمنګان پوهنې رياست رهبري له يادو شرکتونو وغوښتل، چې د کارونو ريښتينوالى او کيفيت په پام کې ونيسي.

ننګرهار

د ننګرهار ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني، د یاد ولايت د شپې لېسې له آزموينې څارنه وکړه او د علم او پوهې پر ارزښت يې د خبرو پر مهال، د زده کوونکو په نمرو کې پر شفافيت او عدالت ټينګار وکړ.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون ۹۳ یمه غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۳یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د کمېسیون غړو او د وزارت د ۱۲ مرکزي ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د پوهنې دوه ولایتي خبرونه

سرپل
د پوهنې وزارت مالي او حسابداري ریاست پلاوي د سرپل ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني سره وکتل او یاد ولایت ته یې د خپل سفر موخه د OFFMIS سیسټم پرانستل او په هغه ریاست کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۷
Background image

د لسمو ټولګو له زده‌کوونکو څخه د ځینو درسي مضمونونو معیاري ازموینه اخیستل کېږي

دا چې د درسي کیفیت لوړول او د ازموینو معیاري کول د پوهنې وزارت د ستراتیژیک پلان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي؛ نو په همدې موخه د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د خپلې کاري. . .

BACK TO NEWS