په بلخ ولایت کې د دیني زده کړو مرکزونو لپاره، د استادانو د ګمارلو په موخه، رقابتي آزموینه واخیستل شوه.

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۱۰:۵۴
فقغ

 د افغانستان.ا.ا عالي رهبرۍ له لوري د اسلامي زده کړو مرکزونو لپاره د سل زره نويو بستونو له منظورۍ وروسته، د بلخ ولایت د اسلامي زده کړو مرکزونو لپاره ۱۴۴۵ بستونه ځانګړي شول.
 د عدالت د تامين او يادو بستونو ته د پوهو او تجربه لرونکو کسانو د ګمارلو په موخه، د ياد ولايت د پوهنې رياست رقابتي آزموينې پروسه په لاره واچوله او دوه زره نوماندانو څخه يې رقابتي آزموينه واخيسته.
  د ياد ولايت د نارينه وو او ښځينه وو لپاره د اسلامي زده کړو د مرکزونو د نشتوالي د ارزونې له مخې، په پام کې ده چې په دغو بستونو کې ١٢٦٠ تنه نارينه او ١٨٥ تنه ښځينه استادانې په دندو وګمارل شي.
  د يادو بستونو لپاره د نوماندانو تر منځ د آزادې سيالۍ دغه پروسه د يو لړ هغو مراسمو په ترڅ کې چې د ياد ولايت والي، پوهنې رئيس، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسيون استازو، نظامي چارواکو او يو شمېر ديني عالمانو پکې ګډون درلود، د مزارشريف روضې انګړ کې ترسره شوه. 
 د بلخ والي الحاج محمد يوسف وفا د يادې پروسې د څارنې تر څنګ، دا پروګرام د ديني زده کړو په برخه کې يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او په روڼتيا يې ټينګار وکړ.
 دغه راز د همدې ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهيدخېل هم په ياده پروسه کې د عدالت او روڼتيا پر تامين د ټينګار تر څنګ، ياد رياست ته د زياتو بستونو د ورکړې اعلان وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د سرپل ولایت ۴۶ تنو ښوونکو د وړتیا لوړونې په پروګرام کې ګډون وکړ

د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ اړوند د ساینس، ریاضیاتو او کمپیوټر مضمونونو ۴۶ تنو ښوونکو ترمنځ د مسلکي ظرفیتونو لوړونې په موخه شپږ ورځنۍ علمي ناسته ترسره شوه.
د پوهنې ریاست مسوولینو څرګنده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۲۲
Background image

په زابل ولایت کې د ښوونکو لپاره شپږ ورځني ښوونیز ورکشاپ پیل شو

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو ۳۶ تنو ښوونکو لپاره شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د ارغنداب ولسوالۍ پوهنې مسوولینو وویل:« د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

په دایکنډي ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

د دایکنډي ولایت په کچه د ۲۳۶ تنو ښوونکو، مدیرانو، آمرینو او د ښوونیزو شوراګانو غړو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یادې روزنیزې برنامې. . .

BACK TO NEWS