د پوهنې وزارت سرپرست وزیر د امریکا متحده ایالاتو د اسلامي  ټولنو له عمومي رئیس سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴۰
12

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث مولوي نورالله«منیر» صاحب  د یاد وزارت د مقام په دفتر کې د امریکا متحده ایالاتو د اسلامي ټولنو له عمومي رئیس ښاغلي (خلیل ابراهیم دیمیر) او مل هیئت سره وکتل.
د ملاقات په پیل کې محترم وزیر صاحب لومړی راغلي هیئت ته ښه راغلاست ووایه او بیا یې د اسلامي اخوت او ورور ګلوي او همدارنګه د مسلمانانو  ترمنځ د متقابلې همکاري د اهمیت او ضرورت په هکله  خبرې وکړې، د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د نړیوالو خیریه او دعوتي بنسټونو هلې ځلې وستایلې او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د یادو بنسټونو په تیره بیا اسلامي ټولنو د خیریه فعالیتونو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابروي او هغوی دې ته هڅوي، ترڅو د افغانستان  خلکو ته په پوره ډاډ سره خپلې مرستې ورسوي.
ښاغلي (خلیل ابراهیم دیمیر)  د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې دوی له شلو کلونو راهیسې د (زکات فاونډیشن)  په نامه یو خیریه بنسټ تاسیس کړیدی، چې د اسلامي نړۍ په ګوټ، ګوټ او همدارنګه د امریکا په متحده ایالاتو کې خیریه فعالیتونه سرته رسوي او ډيره پاملرنه یې د یتیمانو ښوونې، روزنې او اقتصادي تکافل ته ده.  نوموړي زیاته کړه، چې ددوی بنسټ د امریکا په متحده د ایالاتو کې پنځلس سوه(۱۵۰۰)  اسلامي ښوونځي تاسیس کړیدي، په تیرو دوو کلونو کې یې  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بیوزلو او مستحقو خلکو ته د پنځه میلیونه پونډه په ارزښت غذايي توکي وېشلي دي او تر دې مهال پورې یې افغانستان  ته څلورسوه تعلیمي سکالرشیپونه ورکړیدي.
د مجلس په پای کې د پوهنې محترم وزیر صاحب د (زکات فاوندیشن) خیریه هلې ځلې وستایلې او د یاد فاونډیشن له مشرتابه  څخه 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS