د پوهنې ریاست مقام کې اداري جلسه دائره شوه
میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست مقام کې اداري جلسه دائره شوه،
جلسه کې پوهنې محترم رئیس مولوي صاحب ګل ولي متقي،اداري چارو مرستیال مولوي صاحب فضل الرحیم موسی،تدریسي چارو مرستیال الحاج عبدالهادي باور،برنامو امرینو،او عمومي مدیرانو ګډون وکړ،
دائِرې شوې جلسې ته پوهنې محترم رئیس خبرې وکړې،هغه خپلو خبرو کې د پوهنې ریاست له مسؤلینو او ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې پوهنې وزارت له حکم سره سم هر ورځ خپلې دندې ته راشي او د ورځي له ۸:۳۰ نیمو بجو د ورځې تر ۳:۳۰نیمو بجو خپلو ادارو کې پاتې شي ترڅو ټولې ادارې د مراجعینو پر وړاندې پرانېستې،د هغوی ټول رسمي کارونه د په خپل وخت ترسره کړي،همدا رنګه پوهنې محترم رئیس د پوهنې ریاست د ټولو ادارو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د هرې میاشتې او اونۍ د خپلو ترسره شوو رسمي کړنو خبر د پلان او ګذارش دهي مدیریت ته ورکوي او پوهنې ریاست اجرائیه مدیریت مسؤل ته ئې ځانګړې سپارښتنه وکړه چې هره ورځ د مامورینو د حاضري کتاب کتنه وکړي کوم کسان چې له شرعي عذر څخه پرته دندې نوي راغلي غیر حاضر ئې کړي،
وروسته جلسه د اداري چارو مرستیال مولوي صاحب فضل الرحیم موسی په اختتامیه دعا پای ته ورسېده
