د نرخ ولسوالي د اول خېلو ښوونځي ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه
د ۱۴۰۰ ښوونیز کال په جریان کې د ۷ میلونه ۶ لکه ۹۲زره ۴۶۹ افغانیو په لګښت دکلیو بیا رغونې، پرختیا وزارت او د اقرأ برنامې لخوا په میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالي کې د اول خېلو ښوونځي ودانۍ د جوړېدو چارې بشپړې او اوس مهال ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي ودانۍ ۱۰ درسي ټولکي ۲ اداري خونې یوه حلقه د څښاک پاکو اوبو څاه ۵ غرفې تشنابونه او نورې اسانتیاو په درلودلو سره به په یو وخت کې د ۵ سوه تنه زده کوونکو لپاره د زده کړې خوندي چاپیریال برابر شي.
د پوهنې ریاست مشرتابه د دې ښوونځي په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او دښوونځي له مسؤلینو او زده کوونکو څخه یې وغوښتل چې دښوونځي د ودانۍ په ساتلو کې ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.
