د پکتیکا ولايت پوهنې ریاست کارکوونکو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۲۱:۴۰
د پکتیکا ولايت پوهنې ریاست کارکوونکو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

پوهنې وزارت، پکتیکا: د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته له ښوونځيو سره د اقراء برنامې نقدي مرستو د مصرف په اړه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

په یاد ور کشاپ کې د پکتیکا ولایت اړوند د پينځو ولسوالیو ( سروضه، ارګون، سروبي، خیرکوټ او جانیخېل) د ښوونځیو د والدینو شورا غړو، مدیرانو او د نظارت غړو ګډون کړى وه، چې  د اقراء برنامې له لوري له ښوونځيو سره په مستقیمه توګه د نقدي مرستو د پرځای او قانوني مصرف په هکله ښوونیزې لار ښوونې ورکول کیږي.

د پوهنې رئيس انجینير محراب الدین شفق د یاد ورکشاپ د پرانیستنې په مراسمو کې ګډونوالو ته د ښوونځیو د ښه نظارت سپارښتنه وکړه او غوښتنه يې ترې وکړه، چې د اقرا برنامې له لوري دې  نقدې پیسې پر ځاي مصرف شي.  

د یادولو وړ ده، چې د پکتیکا پوهنې ریاست د روان کال له پیله د خپلو کارکونکو د ظرفیت لوړولو لپاره ځانګړي روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي، چې تر اوسه زیات شمیر کار کوونکي او د نظارت غړي د ظرفیت لوړونې په برخه کې روزل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS