ننګرهار کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ کې د خاوَرې ښوونځي ودانې تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د ښار او کور جوړولو وزارت له لوري د ۱۹ میلیونه او سل زره افغانیو په مجموعي لګښت په دوه پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې، چې ۲۴ ټولګي او ادارې خونې، تشنابونه، د څښاک اوبه، د احاطې دیوال او نورو اړینې آسانتياوې لري چې په جوړیدو سره یې د یادښوونځي زده کوونکو د زده کړو خوندي چاپيريال برابر شو.
د پوهنې رئيس حسیب الله شینواري د ښار او کور جوړولو ریاست نه مننه وکړه، چې په ټولو معیارونو برابره ودانۍ یې جوړه کړې ده.
همداراز نوموړي د سیمې خلکو، ښوونکو او زده کوونکو ته د دې ودانۍ د جوړیدو مبارکي ورکړه او له هغوى يې وغوښتل چې د ودانۍ ساتنې ته هم پاملرنه وکړي، همدارنګه د ښوونځي د چاپیریال په سمسورتيا کې مرسته وکړي .
