کاپیسا ولایت کې د یوه ښوونځي بنسټ ډبره کېښوول شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۱۴:۵۶
کاپیسا ولایت کې د یوه ښوونځي بنسټ ډبره کېښوول شوه

پوهنې وزارت، کاپیسا: د کاپیسا ولایت کوهستان ولسوالۍ په لومړۍ برخه کې د چشمه معاذالله منځني ښوونځي بنسټ ډبره د کاپیسا والي عبدالطیف مراد او د دغه ولایت د پوهنې رئيس عبدالعلیم عیار لخوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ښار جوړونې رئيس خواجه مصور صدیقي، ولسوال حمزه خان وهاب، قومي مخورو او یو شمیر استادانو او زده کوونکو ګډون درلود، کیښوول شوه.

د کاپیسا والي عبداللطیف مراد د پوهنې په برخه کې د ولسمشر له پاملرنې مننه وکړه، او د سل ورځې او سل زیري د برنامې په دوام کې یې کاپیسا ولایت کې د ۸ نويو ښوونځي د ودانیو کار پیل او اعلان کړ.

همدارنګه د کاپیسا د پوهنې رئيس عبدالعلیم عیار د ښوونې او روزنې لپاره خوندي چاپیریال د تعلیم له اړينو عناصرو څخه وباله او زیاته یې کړه: د دې ښوونځي د ودانې په بشپړیدو سره به د پنځه سوه زده کوونکو ته د تعليم خوندي چاپيريال برابر شي.

د چشمه معاذ‌الله منځنى ښوونځی د ښارجوړونې او ځمکو وزارت بودجې څخه د ۳۰ میلیونه، ۷۶۳ زره او ۲۶۹ افغانیو په لګښت په دوه پوړونو کې د ۱۲ ټولګيو، د کمپیوټرخونو، لمریز بریښنايي سیسټم، میزونو او چوکیو په در لودلو سره جوړیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارف‌دوست شخص له لوري د ۴۱  زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.

دایکنډي
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته تعلیمي او سپورټي کڅوړې ووېشل شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته، د ځوانانو ترمنځ د سپورټ ودې په موخه، د مرکزي لېسې ۳۶۰ تنو زده‌کوونکو او د ښار پوهنې آمریت اړوند د ۲۰ بابه ښوونځیو زده‌کوونکو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۳
Background image

په غزني ولایت کې د ۷.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا او د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت برابرولو په موخه، د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په شاکي‌نوکه کلي کې د ابوریحان البیروني ښوونځي ودانۍ جوړه او. . .

BACK TO NEWS