تخار ولایت کې د (ساینس ستورى) تر نامه لاندې علمي سیالۍ ترسره شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۴:۵۸
تخار ولایت کې د (ساینس ستورى) تر نامه لاندې علمي سیالۍ ترسره شوې

پوهنې وزارت، تخار: د تخار ولایت مرکز اړوند د هلکانو د شپږ ښوونځيو ترمينځ د غوره ښوونځیو او غوره زده کوونکو پیژندلو په موخه د ساینس علمي سیالۍ د یاد ولایت د ابو عثمان تالقاني عالي لیسې کې ترسره شوې.

په دې غونډه کې د تخار پوهنې رئيس عبدالسمیع ابدیار، د پوهنې ریاست د عمومي زده کړو آمر حسام الدین نظري، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو.

د تخار ولایت پوهنې رئيس وويل: په ۱۴۰۰ تعلیمي کال کې، دا د غوره زده کوونکو پیژندلو په موخه دويمه رقابتي آزموینه ده، چې د تخار د پوهنې ریاست د ساینس مرکز عمومي مدیریت لخوا د ښاري ښوونځیو ترمینځ ترسره کیږي.

هغه زیاته کړه، په نيږدې راتلونکي کې به دا پروسه د تخار ولایت د ټولو ښاري ښوونځیو په ګډون د ولسوالیو په ښوونځيو کې هم پلې شي، ترڅو د پوهنې په کچه د غوره تعلیمي مرکزونو او نخبه زده کوونکو پیژندنه وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۸:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت سرپرستې سيدالشهدا ليسې څخه ليدنه وکړه

پوهنې وزارت، کابل: نن دوشنبه د پوهنې وزارت سرپرستې د سيدالشهدا ښوونځي له ښوونکو، زده کوونکو او د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره د غمرازۍ په موخه، يادښوونځي څخه ليدنه وکړه.

په ليدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۴:۴
Background image

ننگرهار کې زده کوونکو د سید الشهدا پر ښوونځي شوی خونړی برید په کلکه وغنده

پوهنې وزارت، ننګرهار: د ننګرهار ولایت د بیلابیلو ښوونځیو یو شمیر زده کوونکي د دوی د هم قطارانو په استازیتوب په یوې خبري ناسته کې، د کابل ښار په دیارلسمه حوزه کې د سید الشهدا لیسې دروازې. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۱۶:۲۷
Background image

مطبوعاتي اعلاميه

څرنګه چې څرګنده ده پرون مازيګر د کابل ښار دشت برچي سيمه کې د سيدالشهدا ښوونځي مخته بريد و شو، چې په پايله کې يې د زده کوونکو په ګډون يو شمير ملکي وګړي شهيدان او ټپيان شول

د پيښې په. . .

BACK TO NEWS