د ډاډګیرنې پیغام
په ډيرې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ،چې د بادغيس ولايت د پوهنې پخوانى رئيس الحاج ذبيح الله جيحون، د ورپيښې ناروغۍ له امله په حق رسيدلى.
( اناالله و انا اليه راجعون )
د پوهنې وزارت مشرتابه د الحاج ذبيح الله مړينه د پوهنې کورنۍ لپاره يوه ستره ضايع ګڼي او د خداى پاک له درباره متوفي ته فردوس جنت او کورنۍ ته يې د دې ستر غم د زغملو ځواک او جميل غواړي.
