د ډایکنډي ولایت پوهنې رئيس او CRS موسسې چارواکو ترمینځ ګډه کاري ناسته ترسره شوه
پوهنې وزارت، ډایکنډي : د ډایکنډي ولایت پوهنې رئیس رحمت الله سیرت د ( CRS) نړۍ والې موسسې د خپرونو له رئیس جوسیف هو سره لیدنه وکړه او په روان کال کې یې یو د بل په کاري پلانونو او راپورونو خبرې وکړې.
د پوهنې رئیس میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د یادې موسسې له فعالیتونو او همکاریو مننه وکړه او د یاد ولایت په نورو ولسوالیو کې یې د دې موسسې د فعالیتونو د پراختیا غوښتنه وکړه.
همدارنګه ښاغلي جوسیف هو وویل: ډایکنډي ولایت زموږ په کاري پلانونو کې لومړیتوب لري او موږ هڅه کوو هغه ولایت چې ښکاره اړتیا لري د هغه ولایت د ټولو ولسوالیو په کچه خپل فعالیتونه پراخ کړو.
د یادونې وړ ده، چې دغه موسسه له ۲۰۱۴ کال راهیسې د ډایکنډي ولایت په سنګخت وبندر او اشترلي ولسوالیو کې د ښوونې او روزنې ، اوبو رسونې(واش) او امرار معیشت برخو کې کار کوي.
