د ننګرهار ولايت دره نور سيمه کې اته ښوونځي په بريښنا سمبال شول
پوهنې وزارت، ننګرهار : د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ کې اته ښوونځي د بریښنا له نعمت څخه برخمن شول.
د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل د یادې ولسوالۍ په شیمل دره کې د بریښنا د دې شبکې د پرانیستې پرمهال وویل: دا شبکه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې له سیمه ییزو سرچینو نه په ګټه اخیستنې سره جوړه شوې، چې ۳۴۰ کیلو واټه بریښنا تولیدوي، او له ښوونیزو بنسټونو سربیره، د سیمې کورونه هم ترې ګټه اخیستلای شي.
د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري وویل: ډیر خوښ یم چې د یادې ولسوالۍ ښوونځيو ته بریښنا ونښلول شوه، چې په دې سره به د یادو ښوونځیو زده کوونکو ته د انټرنټ کارونې آسانتیا هم برابره شي.
همداراز د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل د زده کړو پر اهمیت او د زده کړو بهیر کې له انټرنټ څخه د ګټې اخیستنې پر اهمیت خبرې وکړې. او وې ویل: وروسته له دې د یادو ښوونځيو زدهکوونکي کولی شي د زده کړو په بهیر کې د انټرنټ له آسانتیاو هم ګټه واخلي.
