د بامیان پوهنې ریاست کې د لارښوونې او فعالیتونو ارزونې په موخه غونډه جوړه شوه
پوهنې وزارت، بامیان: د بامیانو ولایت پوهنې ریاست کې د یاد ریاست رئیس او بیلابیلو اداري او تدریسي څانګو چارواکو ترمینځ ګډه ناسته ترسره شوه چې د تیر کال پر فعالیتونو او نوي ښوونیز کال لپاره د جوړ شویو پلانونو په اړه هراړخیزې خبرې و شوې.
همداراز د پوهنې ریاست پر شته ننګونو بحث او خبرې وشوې او ژمنه وشوه چې د یادو ستونزو د حل په موخه به کوټلي ګامونه پورته کیږي او له چارواکو وغوښتل شول څو د دې ستونزو په حل کې ګړندۍ هڅې وکړي.
همدارنګه د ښوونې بهیر د لا ښه کیدو په موخه یو شمیر ستونزې د وزارت مقام سره هم شریکې شوې.
