د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست سره د اوبو د ذخیره کولو ټانکرونه مرسته شول
پوهنې وزارت ، میدان وردګ: د یونیسیف نړیوالې ادارې د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست سره د څښاک اوبو د ذخیره کولو په موخه، د (۲۰۰) ټانکرونو مرسته وکړه او ژمنه یې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به ښوونځیو سره د خیمو او نورو اړتیاو مرسته هم وکړي.
د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس ډاکټر محمد سعید منصور د یونیسف نړیوالې ادارې له مرستو مننه او قدردانی وکړ او د پوهنې ریاست له چارواکو یې وغوښتل چې یاد ټانکرونه د پلان او اړتیا له مخې د یاد ولایت ښوونځیو ته وویشي.
هیره دې نه وي، چې د یاد شويو توکو ویش به په رسمي ډول د يوې غونډې په ترڅ کې د ښوونځیو د چارواکو په شتون کې پیل شي.
